د پنځو نورو ولایتونو د پارلمانی ټاکنو پایلې اعلان شوې

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 109341

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سې‌شنبې په ورځ د غور، بلخ، پکتیکا، هرات او بادغیس ولایتونو او د اهل هنود د حوزې د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستی نتایج اعلان کړل، چې په کې په تیرو ولسی جرګې انتخاباتو کې د ۴۳ ګټونکو کاندیدانو نومونه شامل دی.
د دغو نتایجو په اساس د اهل هنودو له حوزې څخه یو، غور څخه ۶، بلخ څخه ۱۱، پکتیکا څخه ۴، هرات څخه ۱۷ او بادغیس څخه ۴ کاندیدان ولسی جرګې ته بریالی شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د نتایجو د اعلان پر مهال وویل: “کوم تغیرات که احیاناً په دې پایلو کې راغلی وی، هغوی ته کامیابی غواړو او دا ورته په تعهد سره وایو، زموږ دوستانو چې دلته کار کړی په ډیرې بې‌طرفۍ سره یې کړی. دا ټول هغه کارونه وو، چې د تیر کمیسیون څخه راپاتې وو، موږ کولی شول دا موږ همداسې اعلان کړو، خو موږ دا ونه غوښتل او په دې مو کار وکړ”.
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون پخوانیو کمیشنرانو د اتلسو ولایتونو د ولسی جرګې وروستی نتایج اعلان کړی وو، او د دغو ولایتونو ۸۰ بریالیو کاندیدانو ته یې د ولسې جرګې د وکالت وثیقې ورکړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109341

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *