د پنجشنبه ورځې رخصتی لغوه شوه

  • خپرول: ۱۵ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 107397

کابل کې په دولتی ادارو کې د پنجشنبې ورځ د رخصتۍ د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی، چې راتلونکی لمریز کال سره به تطبیق شی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وویلی، د وزیرانو شورا د دې رخصتۍ د لغوې طرحه برابره کړه او د تصویب لپاره کابینې ته استول شوې ده.
حکومت دا طرحه پرون تایید کړې ده او ویل کېږی چې د راتلونکی لمریز کال په پیل کې به عملاً لغوه شی.
کابل کې د جمعې ورځې د رخصتۍ تر څنګ نږدې د لومړی ځل لپاره په ۱۳۸۹ل کال د حامد کرزی په واکمنۍ کې پنجشنبه هم رخصت اعلان شوه.
د وخت حکومت یې علت د کابل ښار د ګڼ ګوڼې او خرابې هوا د مخنیوی هڅه بللې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107397

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *