د پلچرخی زندانیان: د عفوې له فرمانونو ولې بې برخې پاتې شوی یو؟

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76096

د افغانستان د ولسمشر د دستور پر اساس، یوه حکومتی پلاوی پرون جمعه په پلچرخی زندان کې له هغو بندیانو سره چې اعصاب یې کړی دی، وکتل.

د پلچرخی زندان سل ګونه بندیان له څو ورځو راهیسې په غذایی اعتصاب کې دی.

اعتصاب کونکی ادعا کوی چې د زندانیانو د عفوې او د بند د مودې د کمېدو په ارتباط د ولسمشر د هغو ځانګړو فرمانانوله ګټې بې برخې پاتې شوی چې په خاصو مواردو کې ورکول کېږی.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د محبسونو اوتوقیف ځایونو رئیس، عبدالعلیم کوهستانی په دې اړه ازادی راډیوته وویل:

” د اعتصاب کونکو شمېر د څلور او څلورنیم زره کسانو ترمنځ دی. د هغوی معقولې او قانونی غوښتنې موږ له چارواکوسره مطرح کړې. د جمهور رئیس دهدایت پر اساس یو پلاوی راغلی و او پرون یې بیا دزندانیانو له استازوسره وکتل.”

د کوهستانی په وینا، د اعتصاب کونکو په منځ کې د کومې روغتیایی ستونزې خبر نه دی ورغلی او وضعیت تر څارنې لاندې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76096

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *