د پروان دملې امنیت ریاست یوه کار کوونکې وژنه

  • خپرول: ۱۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 81418

۱ تیر دقیقه

د پروان ولایت سیمه ایزو چارواکو تیره ورځ سې شنبه(وږی ۱۳) د دې ولایت د ملې امنیت ریاست د یوه کار کوونکې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پروان د ولایتی شورا یو غړی عصمت الله محمدی وایی د دې ولایت د ملې امنیت یو کارمند د بګرام ولسوالۍ په (صافه) سیمه کې وژل شوی دی.

د پروان د ولایتی شورا د دې غړې په وینا د ملې امنیت دغه کارکوونکی داد الله نومیده او د بګرام ولسوالۍ د چاریکار ښار د صیادان د سیمې اصلې اوسیدونکی وو چې د صیاد څخه د بګرام ولسوالۍ په لورې روان وو چې د ناپېژانده کسانو له لورې وژل شوی دی.

د محمدی په وینا داد الله تیره ورځ (وږی ۱۳) د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صافه سیمه کې د دوه تنو موټر سایکل سپرو وسلوالو له لورې په ډزو کې وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=81418

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *