د پاکستان پوځ مشر کابل ته راغی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44878

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سې شنبې په ورځ په یوه امنیتی غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی دی.
د پاکستانی پوځ مطبوعاتی څانګې مشر پاکستانی رسنیو ته ویلی، تمه ده چې د پوځ مشر به کابل ته د سفر پر مهال د امریکا د مرکزی قوماندانۍ له قوماندان، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او د بهرنیو ځواکونو له عمومی قوماندان جنرال نېکلسن او همدا شان له خپل افغان سیال سره ووینی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په داسې وخت کې د کابل سفر کوی چې پاکستان د امریکا له‌خوا تر سختو فشارونو لاندې دی او د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې کړکېچنې شوې دی.
د امریکا و پاکستان اړیکې تر هغې وروسته خرابې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې د جنوبی اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان‌یې په‌کې سختې نیوکې وکړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44878

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *