د پاکستان پوځ: د اسلام اباد پر وړاندې د هند هرډول ګام د افغانستان سولې بهیر تر اغېزې لاندې راولی

  • خپرول: ۴ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105871

د پاکستان پوځ ویاند ددې هېواد پر وړاندې د هند ګواښونو ډېروالی په غبرګون اعلان وکړ چې پر دې هېواد باندې د هندی سرتېرو هرډول برید به د افغانستان سولې بهیر تر اغېزې لاندې راولی.
په کشمیر سیمه کې پرهندی سرتېرو له ځانمرګی وروسته چې له امله یې ۴۱ تنه وژل شوی او ۴۴ تنه ټپیان شوی، د پاکستان او هند ترمنځ غبرګونونه ډېروالی موندلی دی.
دا برید د جیش محمد ترهګریزې ډلې له خوا ترسره شوی دی. د هند لومړی وزیر نارندرا مودی د پاکستان پوځ معلوماتی سازمان ددې برید په طرح کولو تورن کړی او دې هېواد ته د هند ګامونو په تړاو خبرداری ورکړ.
ده تېره ورځ هندی ځواکونو ته لارښوونه کړې ترڅو د پاکستان په خاوره پر ځینو موخو د احتمالی برید په اړه چمتووالی ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105871

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




22 − = 14