د پاکستان په پارلمانې ټاکنو کې د رای ورکونې بهیر پیل

  • خپرول: ۳ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 72135

پاکستان کې د پارلمانی او ایالتی شوراگانو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی، چې له سل میلیونه زیات خلک به په کې خپلې رایې وکاروی.
د څلورو ایالتی او ملی اسامبلۍ لپاره د رایې اچونې بهیر لپاره ټینگ امنیتی تدابیر نیول شوی دی.
دغه بهیر نن سهار اته بجې پیل شو، د ماښام تر شپږو بجو به روان وی او د اړتیا پر مهال د رایې اچونې وخت نور هم غځېدی شی.
تر اوسه د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې پر امنیتی ځواکونو وسله‌وال برید کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
امنیتی چارواکو ویلی، چې د رایې اچونې پر مهال د وسله‌والو بریدونو او چاودنو وېره شته، چې دوی ورته بشپړ چمتووالی نیولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72135

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




83 − 76 =