د پاکستان په خلاف د هند ګواښ

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: iuvmpress
  • د خبر شميره: 44929

مېرمن نیرمالا سیتارامان نن په سری نګر کښې د جمو او کشمیر له اعلی وزیرې مېرمن محبوبه مفتی سره له کتنې وروسته وویل، هغه هېواد چې له دغو تره ګرو څخه ملاتړ کوی قیمت به ادا کوی.

وسله والو کسانو وړمه ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په سونجوان سیمه کښې د هند د فوځ په اډې باندې په حمله کښې لږ تر لږ لس هندی فوځیان ووژل ا یو شمېر یې نور ژوبل کړل.

د هند د دفاع وزیر د مسعود اظهر په مشرۍ د جیش محمد نومې ترهه ګرې ډلې غړی د هند د فوځ په اډې باندې د حملې عامل وبلل او ادعا یې وکړه د دغې ملاتړ د پاکستان لخوا کیږی.

د هند د دفاع د وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د خاجره چارو د وزارت ویاند د هند تر کنڼرل لاندې کشمیر کښې د هندی فوځیانو په اډه باندې په حمله کښې د هر ډول دخالت رد کړ.

محمد فیصل زیاته کړه، هند له هرې ترهه ګریزې حملې وروسته پاکستان په هغې کښې په لاس لرلو توروی او د خپل تور لګونې لپاره هیڅ مدرک او ثبوت نه وړاندې کوی.

اړوند خبرونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44929

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *