د پاکستان پخوانی لومړی وزیر لور د مالی فساد په تور ونیول شوه

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 130370

پاکستان کې د احتساب ملی ادارې یا “نب” د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف لور او مسلم لیګ نواز ګوند مرستیاله مشره مریم نواز نیولې ده.
مریم نواز د خپل بندی پلار لیدو لپاره د لاهور کوټ لکپت زندان ته تللې وه، خو هلته د نب ادارې چارواکو ونیوه او خپلې ادارې ته یې ولېږدوله.
نب چارواکو له دې مخکې د نواز شریف وراره یوسف عباس هم په لاهور هوایی ډګر کې مدینې منورې ته له روانې الوتکې کوز کړ او له ځان سره یې ولېږداوه.
د چارواکو په وینا مریم نواز او یوسف عباس د (چوهدری شوګر ملز) قضیه کې نیول شوی او د جمعې پر ورځ به محکمې ته وړاندې شی.
د نب ادارې یوه ویاند بلال خان بی بی سی اردو څانګې ته وویل، مریم نواز د دغې قضیې پوښتنو ګروېږنو کې د همکارۍ نه کولو له کبله نیول شوې ده.
نب ادارې له دې مخکې د جولای پر ۳۱ مه نېټه تر ۴۵ دقیقو پورې له مریم نواز نه پوښتنې کړې وې.
چارواکو له نوموړې غوښتی وو چې نن هم د دغې ادارې مسوولینو پوښتنو ته ځوابونه ووایی، خو ادارې ته له ورتلو مخکې نوموړې نیول شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130370

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *