د پاکستان هوایی حریم د تړل کېدو له امله افغانستان ته ۱۵ میلیون ډالره زیان اوښتی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 121825

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت د ملکی هوایی چلند اداره وایی، د پاکستان د هوایی حریم له تړل کېدو راهیسې افغانستان ته تر پنځلس میلیون ډالرو ډېر تاوان اوښتی.
د دې ادارې په خبره، مخکې به هره ورځ د افغانستان له فضا د ورځې له درو تر پنځو سوو الوتکې تېرېدې چې له کبله یې یو ځانګړی فیس د افغانستان حکومت لاس ته ورته خو اوس ان د میاشتې ایله درې سوه تېرې شی.
مسوولان وایی، د پاکستان د هوایی حریم د تړل کېدو مسالې تر ټولو ډېر د کابل- ډیلی مسیر ځپلی. هند ته د درملنې، سوداګرۍ، چکر یا د زدکړو لپاره تلوونکی کسان ګیله من دی چې هم د الوتکو د ټکټونو بیه لوړه ده او هم د ایرن فضایی حریم له لارې هند ته سفر د پاکستان هغه پرتله څو برابره اوږد دی.
ذاکرالله ذکی له خوسته کابل ته په ویزې پسې راغلی. د ده غوندې ګڼ کسان نږدې هره ورځ د شهیر په نوم هغه ګرځندوی شرکت ته د ویزې غوښتن‌لیکونه سپاری چې له هند سفارت سره په همغږۍ افغانانو ته د هند ویزه برابروی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121825

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *