د پاکستان مالیې وزیر استعفا وکړه

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 113375

د پاکستان مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې او وایی، ځایناستی به یې هم په هېواد کې له مالی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ وی. نوموړی وایی، د دندې پر مهال یې د پاکستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره سختې پرېکړې کړې.
ښاغلی عمر په یوه ټویټر پیغام کې ویلی، د پاکستان اقتصاد هغه مهال له خورا ناوړه حالت سره مخامخ و، چې د لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شو، خو په خبره یې ”د دې معنا دا نه ده چې ګواکې اوس اقتصاد ښه شوی دی. ”
د نوموړی په وینا ”تر څو چې پاکستانی اقتصادی کې بسنټیز اصلاحات نه وی راوستل شوی، مسایل نه حل کېږی. ”
هغه زیاتوی حکومت باید سختې پرېکړې او پاکستانیان باید له صبر او زغمه کار واخلی. ښاغلی عمر دا وروستیو کې د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره د خبرو لپاره امریکا ته تللی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113375

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *