د پاکستان غنمو لومړنۍ بسته افغانستان ته ورسېده

  • خپرول: ۲۵ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 83897

د پاکستان دولت د روان کال په لومړیو کې د افغانستان خلکو ته څه باندې ۴۰ زره ټن غنم ژمنه ورکړې وه چې لومړنۍ جوپه یې نن یکشنبه افغانستان ته وسپارل شوه.
دغه مرستې د روان کال د اپرېل په میاشت کې له کابل څخه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د لیدنې وروسته ژمنه شوې وه.
افغانستان ته د پاکستان د غنمو لومړنۍ جوپه په داسې حال کې ترسره کېږی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی تېره ورځ د یو سفر په ترڅ کې په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه وکړه.
په پاکستان کې د نوی دولت له جوړېدو وروسته کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا لومړنی سفر دی. ښاغلی قریشی له ولسمشر او نورو چارواکو سره لیدنه او خبرې کړی دی.
په دې کتنه کې ولسمشر غنی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د عملی پلان د پلی کېدو غوښتونکی شو.
له ترهګرۍ سره مبارزه او امنیتی مرستې، د سولې او روغې جوړې بهیر، سیاسی مرستې، ګډه اقتصادی پراختیا، له پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ او د تاوتریخوالی کموالی د دواړو هېوادونو په عملی پلان کې له سترو موردونو څخه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83897

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *