د پاکستان د انرژی وزیر: د ټاپی پروژې د بشپړولو په اړه ژمن یو

  • خپرول: ۱۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 80469

د پاکستان د نفتو او انرژی وزیر غلام سرور خان ددې مطلب په څرګندولو سره چې هېواد یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو د لېږلو کرښې د جوړولو په برخه کې جدی دی، وویل: په ټاکل شوی وخت باندې ددې طرح د بشپړولو په برخه کې ژمن یو.
غلام سرور خان د پاکستان سنا مجلس ته په حضور سره د استازو پوښتنو په ځواب زیاته کړه: اسلام اباد او عشق اباد د انرژی په برخه کې د اړیکو د پراختیا په موخه هوکړه د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې لاسلیک کړه.
د ټاپی د ګازو نل لیکه چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز هند ته ولېږی، یوزرو ۸۱۴ کیلومټر اوږدوالی لری چې ۸۱۶ کیلومټر یې د افغانستان له خاورې لکه هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږی او د پاکستان بلوچستان ته دننه کېږی.
ددې طرح له مخې، دغه نل لیکه په ورځ کې د ۹۰ متر مکعب او په کال کې د د ۳۰ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږلو ظرفیت لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=80469

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *