د پاکستان بیرغ یا د ګوګل تېروتنه؟

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 105629

ښایی تاسو د گوگل لټون سیستم د ډېرو مسایلو د پلټولو لپاره کارولی وی او سمه نتیجه مو هم ترلاسه کړی وی.
خو دا وارې ښایی د گوگل د لټون د سیستم نتیجه تاسې ته حیرانونکې وی.
که چیرې د گوگل د پلټولو په سیستم کې د تصویرونو په برخه کې په انگلیسی “best toilet paper in the world” یعنی “د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاغذ” ولیکئ،نو نتیجه یې تر ډېره د پاکستان ملی بیرغ ووینی.
داسې باور دی چې دا به د هغو کسانو کار وی چې په هندی کشمیر کې د فبرورۍ د ١۴ بمی برید په اعتراض کې کړی دی. پدې برید کې لږ تر لږه ۴٠ هندی سرتیری وژل شوی. ددغه برید مسؤلیت چې پر هندی ځواکونو باندې د سخت دریځو تر ټولو ستر برید گڼل شوی د جیش محمد سخت دریځې ډلې په غاړه اخیستی چې په پاکستان کې میشت ده.
د نړۍ د تشناب تر ټولو ښه کاغذ پر ځای د پاکستان شین او سپین بیرغ هم ددغه برید نه لږ وروسته په گوگل کې راڅرگند شوی دی. ددغې پیښې وروسته د هند صدراعظم نرندرا مودی خبرداری ورکړ چې پاکستان به منزوی کړی.
د گوگل د لټون سیستم د تصویرونو په برخې او همداشان عمومی برخې کې د نړۍ د تشناب د ښه کاغذ د لټې په ځواب کې د کشمیر د حملې اړوند خبرونه هم کارونکو ته وړاندې کیږی.
پدغو تصویرونو کې د هغو انتقادی لیکنو انځورونه هم شته چې د ټولنیزو شبکو کارونکو په کې د پاکستان بیرغ د تشناب له کاغذ سره پرتله کړی دی.
د گوگل شرکت تر اوسه ندی ویلی چې دغه وضعیت څنگه رامنځ ته شوی دی او ولې د پاکستان بیرغ ددې شرکت د لټون په ماشین کې د تشناب د ښه کاغذ ځای نیولی دی. خو دا لومړی ځل ندی چې د گوگل د لټون ماشین عجیبې نتیجې لټون کوونکو ته وړاندې کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105629

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




67 + = 76