د پاکستان بلوچستان په لور لاریی سیمه کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • خپرول: ۱۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 102718

د پاکستان بلوچستان په لورلایی کې د پولیسو انسپکټرجنرل پر مرکزی دفتر برید کې نهه پولیس وژل شوی او ۲۱ کسان ټپیان دی.

د لورلایی پولیس چارواکو په وینا برید هغه مهال وشو، چې پولیسو ته د نویو سرتېرو جلب او جذب دفتر مخې ته خلک کتار کې ولاړ وو.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتی وزیر میر ضیاالله لانګو بی بی سی ته وویل، یوه بریدګر دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل. د وزیر په خبره برید کې نهه پولیس وژل شوی دی.

د نوموړی په وینا وروسته دواړه بریدګر د پولیسو په ځوابی ډزو کې ووژل شول. د لورلایی پولیسو په وینا برید کې له ۲۱ ډېر کسان ټپیان شوی دی، چې پولیس هم پکې شامل دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102718

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *