د پاکستان الوتنو پر وړاندې د افغانستان هوایی حریم د تړل کېدو شونتیا

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112680

د ملکی هوایی چلند ادارې اعلان کړی چې د افغانستان الوتنو پر وړاندې د پاکستان هوایی حریم د تړل پاتې کېدو په صورت کې د هېواد هوایی حریم به هم د پاکستان الوتنو پر مخ وتړل شی.
د ملکی هوایی چلند ادارې مشر محمد قاسم وفایی زاده تېره ورځ خلکو ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل چې د پاکستان الوتنو پر وړاندې د هېواد هوایی حریم تړل کېدل تر څار لاندې دی.
وفایی زاده وویل چې د اسلام اباد او نوی ډهلی ترمنځ د اړیکو په خرابوالی سره د فبروری میاشتې له ۲۸ راهیسې، د پاکستان له هوایی حریم څخه ټولې الوتنې منع شوی او ټاکل شوې دا حالت د اپرېل تر ۲۴ دوام ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112680

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *