د پاکستانی طالبانو یوتن مشر د امریکا بې پیلوته الوتکې په واسطه ووژل شو

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44320

د پاکستان په شمال لوېدېځ کې د امریکا بې پیلوته الوتکې په برید کې د پاکستانی طالبانو مشر خان سعید محسود د خپل څوتنه مرستیالانو سره وژل شوی دی.
د رویټرز خبری سرچېنې راپور له مخې، د پاکستان سیمه ایزو سرچینو او دولتی چارواکو اعلان کړی چې دغه برید په شمالی وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نېږدې ترسره شوی دی.
همداراز دوی اعلان کړی چې د پاکستانی طالبانو مشر خان سعید محسود شمالی وزیرستان ته د افغانستان خوست ولایت څخه د راتګ پرمهال د امریکا الوتکې دغه برید موخه وګرځول شو. دی په ۲۰۱۳ کال او د حکیم الله محسود د وژل کېدو وروسته دده ځای ناستی وټاکل شو.
پاکستانی طالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44320

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *