د پاکستانی طالبانو مشر د ځای ناستی په توګه د نور ولی محسود ټاکل کېدل

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 65370

د پاکستانی طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې د یادې ډلې مشری شورا نور ولی محسود یې د یادې ډلې نوی مشر په توګه ټاکلی دی.
ویل کېږی نور ولی محسود د پاکستانی طالبانو له سخت دریځو مشرانو څخه دی او ددغه هېواد په ښاری سیمو د هغې له ډلې څخه په کراچی کې فعالیت لرل.
دی خپل دینی زده کړې د پاکستان پنجاب ایالت په فیصل اباد ښار کې ترسره کړی او په دې وروستیو کې د یادې ډلې پخوانی مشر بیت الله محسود په ستاینه یو کتاب لیکلی چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په هوایی برید کې ووژل شو.
د نور ولی محسود مفتی د سږکال په فبروری میاشت کې د امریکا په هوایی بریدونو کې د یادې ډلې مرستیال خالد محسود له وژل کېدو وروسته، دده ځای ناستی شو.
پاکستانی طالبانو د یادې ډلې پخوانی مشر مولانا فضل الله د وژل کېدو خبر په تایید سره اعلان کړی چې خپل ځان لپاره نوی مشر ټاکلی دی. دا لومړی ځل دی چې پاکستانی طالبان منی چې د یادې ډلې پخوانی مشر مولانا فضل الله وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65370

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *