د پاسپورټ ورکولو بهیر انټرنټی شو

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108411

د افغان پاسپورټ لپاره غوښتنلیک چې له دې مخکې لاس په لاس سپارل کېده، تر نن ( د کب ۲۰) وروسته د انلاین له لارې استول کېدی شی.
د افغانستان پاسپورټ ریاست ادارې مشر سید عمر صبوری وایی د غوښتنلیک له انلاین کېدو وروسته دوی کولی شی هره ورځ تر ۱۰ زره ټوکه پورې پاسپورټونه غوښتونکو ته ورکړی.
نوموړی وایی، اوس دوی له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې پاسپورټونه ورکولی شی.
د پاسپورټ غوښتنلیک انلاین کېدو چارې له پلازمېنې کابله پیل شوې او چارواکی وایی، راتلونکو دریو میاشتو پورې به د هېواد ټولو ولایتونو کې فعالیت کوی.
د ښاغلی صبوری په خبره د دوی د معلوماتو نوې زېرمه یا ډېټا بېس به د ۱۵۰ میلیونو کسانو د معلوماتو زېرمه کولو وړتیا لری او له ټول افغانستانه به ۶۰۰۰ کارکوونکی کولای شی له دې زېرمې معلومات تر لاسه کړی.
د نوموړی په وینا دې سره به د افغانستان پولو اوږدو کې د تګ راتګ کنټرول چارواکی او دغه راز د هوایی ډګرونو مسوول کارکونکی له انلاین لارې د معلوماتو له مرکزی زېرمې سره وصل وی او د مساپرو پاسپورټونو مشخصات به معلومولی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108411

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *