د پاریس تاریخی نوتردام کلیسا اور ونړوله

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112784

Flames on a roof of a Notre-Dame cathedral in Paris, France, 15 Apr 2019

د انځور حقوق
EPA

د پاریس تر ټولو لویې نوتردام کلیسا یوه لویه برخه اور سوځولې ده. د اور لګېدو لامل په دې ۸۵۰ کلنه کلیسا کې د چارواکو په وینا د ترمیم پرمهال د روانو چارو له کبله رامنځ ته شوی وی.‌

د اور وژنې ماموران هڅه کوی د کلیسا منځ‌ کې هنری اثارو ته د اور د لمبو مخه ونیسی.

چارواکو ویلی، د کلیسا د ودانۍ دوه لوی څلی روغ پاتې دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه غمجنه پېښه بللې ده.‌

د اور په اړه پلټڼه پیل شوې ده. د کلیسا د بیا رغولو لپاره هم کمپاین پیل شوی دی او پیسې راغونډېږی.

  • قاهرې اورګاډو تمځی کې اور ۲۵ کسان وژلی
  • بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې اور ۷۸ کسان وژلی

یو کال وړاندې د نوتردام کلیسا د ځینو برخو لرې کولو او بیا ترمیمولو له چارې وروسته فرانسه کې د دغې کاتولیکې کلیسا د بیا رغولو لپاره بېړنۍ مرستې پیل شوې.

د اور پیلېدل

اور د دوشنبې په مازدیګر پیل شو، د ننه لرګینې کړکۍ او نور جوړښتونه یې وسوځول او بیا د اور لمبې چت او مخروطی منارو ته ورسېدې.

د اور وژنې کارکوونکو هڅه وکړه د کلیسا ناقوس او منارو ته د اور د لمبو مخه ونیسی.

Interactive

Notre-Dame cathedral glow

After

Image of Notre Dame with a building missing

Before

Image of Notre Dame with a building on fire

نوتردام کلیسا د فرانسې یو تر ټولو مهم او لرغونی اثر ګڼل کېږی.

د کلیسا نوم له یوه فرانسوی ادبی شاهکار د ویکتور هوګو له “ګوژپشت نوتردام” څخه اخیستل شوی دی.‌

د فرانسې د انقلاب پرمهال هم دغې کلیسا ته زیان اوښتی و.‌

دا کلیسا په دواړو نړیوالو جګړو کې کابو سالمه پاتې شوې وه.

دا کلیسا په دواړو نړیوالو جګړو کې کابو سالمه پاتې شوې وه.‌

د جرمنی لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د فرانسې د خلکو د ملاتړ په پار ویلی، نوتردام د فرانسې او اروپا د کلتور یوه نښه ده.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې هم ویلی، په دې شېبو کې د فرانسې د خلکو او هغو مامورینو په فکر کې ده چې له اور وژنې سره مبارزه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112784

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *