د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندان تر راتلونکې دوه ورځو پېژندل کېږی

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105676

د ټاکنو څار بنسټونو اعلان کړی چې د ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنرانو د غوراوې کمېټې خپل کار پیل کړی او ټاکل شوې تر راتلونکې دوه ورځو پورې د ۵ مېرمنو په ګډون ۱۵ نوماندان د ملی یووالی حکومت مشرۍ ته ور وپېژنی.
د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه تېره اونۍ د کابینې په غونډه کې تصویب او د ولسمشر له خوا توشیح شوه.
ددې قانون په تصویب او توشیح سره سم، ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړی لیری شوی دی.
دغه راز د ټاکنو د نوی قانون د دیارلسمې مادې له مخې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له ټولو سیاسی ګوندونو او پر ټاکنو څار بنسټونو غوښتی چې د نوی قانون د دولسمې مادې له مخې، د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل استازی حکومت ته ور وپېژنی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105676

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




70 + = 79