د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانیو مشرانو د څارنې بهیر پیل شو

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105124

د هېواد لوی څارنوالۍ د وظیفوی صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو د ټاکنیزو کمیسیونونو له پخوانیو مشرانو د څارنې بهیر له پیل څخه خبر ورکړ.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی پخلۍ کړی چې د دوړه کمیسیونونو د ۱۲ غړو د څارنې بهیر نن شنبه (سلواغې۲۷) د څارنوالۍ د ټاکل شوی پلاوی له خوا پیل شوی دی.

دده په وینا، هڅه کېږی ترڅو د خلکو اندېښنو د لمنځه وړلو په موخه د څېړنو پایلې هرڅومره ژر اعلان شی، خو د لوی څارنوالۍ پلاوی به په دې برخه کې دقت د سرعت قربانی ونه کړی ترڅو د هېواد نافذ شویو قوانینو له مخې یوه عادلانه پرېکړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو په اړه ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105124

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *