د ټاکنیزو نوماندانو د تبلیغاتی پاڼو د راټولو په موخه د کابل ښاروالی ضرب الاجل

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 88051

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د کابل ښاروالۍ د پارلمانی ټاکنو د نوماندانو له خوا د ټاکنیزو تبلیغاتی پاڼو د نه راټولولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې لیکلی: له هغه ځایه چې د ټاکنیزو مبارزو د پای په شېبو کې قرار لرو، د کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د ولسی جرګې د ټولو نوماندانو له ټاکنیزو مرکزونو څخه غوښتنه کوی ترڅو خپل د ټاکنیزو تبلیغاتی پاڼو د راټولولو کار هرڅه ژر پیل او د ټاکنو د ترسره کېدو ورځې څخه تر ۴۸ ساعتونو وروسته پای ته ورسوی.
د خبرپاڼې له مخې، ښاروالۍ ټینګار کړی چې له دې پرته د کابل ښاروالۍ ټول وسایل او تضمینی پیسې ضبط کوی او په رسمی توګه د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون ته معرفی کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88051

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *