د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون: د ولسمشریزو نوماندانو وروستی نوملړ په نېږدې راتلونکې کې اعلانېږی

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 114218

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون اعلان کړی چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو وروستی نوملړ د خپرېدو په موخه د ټاکنو کمیسیون ته سپارل شوی دی.
ددې کمیسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسی په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل: د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د ټاکنو قانون او د ۱۳۹۷ کال د مهال وېش له مخې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ د تخنیکی قانونی څېړنو وروسته او اړوندو دولتی ادارو ته د لازمو استعلامونو له لېږلو وروسته وروستی کړی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یې لېږلی دی.
ده دکابل پارلمانی ټاکنو په اړه وویل چې د ټاکنیزو شکایاتو څېړنې تېره اونۍ پیل شوی او پایلې یې د پېښې د ټولو اړخو له څېړنې وروسته اعلان به شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114218

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *