د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون له خوا د ۷ تنه نوماندانو حذف کېدل

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 88045

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ۷ تنه نوماندان د ټاکنیزو درغلیو له امله د نوماندانو له وروستی نوملړ څخه ایستلی دی.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایی، د ولسی جرګې نوماندانو له وروستی لیسته یې اوه کسان د ځینو سرغړونو له امله لیرې کړی دی. د ټاکنو کمیسیون وایی، په لیرې شویو کسانو کې ځینو یې له خپلې دندې استعفا نه وه کړې یا یې قانونی عمر نه و پوره کړی.
یاد کمیسیون ویاند علی رضا روحانی یوې خبری غونډې ته وویل، د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمیسیون ته له قانونی وخت وړاندې د کمپاینونو د پیلېدو ۱۷۰ شکایتونه رسېدلی وو، چې اړوندو سرغړوونکو ته یې سرغړونې اورول شوې چې اوس د جریمې پر پرې کولو بوخت دی.
نوموړی وویل، د کمپاین په قانونی موده کې د نوماندانو د سرغړونو اړوندې ۳۱۱ قضیې ثبت شوې، چې ټاکنیز کمیسیون ۲۱۴ قضیې څېړلې او اروزلې او د نورو څېړنه او ارزونه روانه ده، چې پایلې به یې ژر اعلان شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88045

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *