د ټاکنو کمېسونونو کمشنران له دندو لرې شول

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104519

د افغانستان د ټاکنو قانون کې بدلون وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په فرمان کې ویلی، چې د ټاکنو کمېسونونو ټول غړی له دندو لرې شول.

د ولسمشر د فرمان له مخې د ټاکنو قانون کې د نوی بدلون له مخې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ له ۱۲ د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسونونو مشران او غړی له دندو لرې شوی بلل کېږی.

خو زیاته شوې چې د چارو د ځنډ او خنډ د مخنیوی لپاره د دواړو کمېسونونو د دارالانشا مشران سرپرستان دی.

د ولسمشر فرمان کې دا هم ویل شوی چې د ټاکنو نوی قانون د ۱۳ مادې له مخې، د افغانستان عدلیې وزارت سره ثبت سیاسی ګوندونه او د ټاکنو اړوند مدنی ټولنې د دې قانون د ۱۲ مادې شرایطو سره د برابرو کسانو اسناد د روانې لمریزې میاشتې له ۲۷ تر اوو ورځو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی شی، چې له مخې یې د ټاکنو کمېسونونو غړی مشران او وټاکل شی.

له بلې خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری رسنیو ته استولې اډیو کې ویلی چې دا کسان ولسمشر له دندو نه دی لرې کړی، بلکې د نوی قانون له مخې لرې شوی دی:

پخوا چې قانون بدل شو د ټاکنو کمېسونونو غړی له دندو لرې شول او اوس هم چې نوی قانون راغی، نو دا کسان لرې شول.

نور جزیات وروسته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104519

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *