د ټاکنو کمېسونونو مشران او ۱۲ غړی ممنوع الخروج اعلان شول

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104574

ټاکنو کمیسون

د انځور حقوق
IEC

د افغانستان لویه څارنوالی وایی، د دغه هېواد ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو مشرانو په ګډون د دغو کمیسیونونو ۱۲ غړی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

په یوه اعلامیه کې ویل شوی، د هغو رپوټو پر بنسټ چې د دغو کسانو لخوا له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تړاو کشفی ارګانونو ورکړی، د افغانستان لویې څارنوالۍ د پلټنو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی او دغه پلاوی یاد کسان ممنوع الخروج اعلان کړی دی.

له دې مخکې د افغانستان ټاکنو قانون کې له بدلون وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې وویل، د ټاکنو کمېسونونو مشران او کمشنران له دندو لرې شوی.

د ولسمشر محمد اشرف غنی د فرمان له مخې د ټاکنو قانون کې د نوی بدلون له مخې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ له ۱۲ د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسونونو مشران او غړی له دندو لرې شوی بلل کېږی.

خو زیاته شوې چې د چارو د ځنډ او خنډ د مخنیوی لپاره د دواړو کمېسونونو د دارالانشا مشران د دغو ادارو سرپرستان دی.

د ولسمشر فرمان کې دا هم ویل شوی چې د ټاکنو نوی قانون د ۱۳ مادې له مخې، د افغانستان عدلیې وزارت سره ثبت سیاسی ګوندونه او د ټاکنو اړوند مدنی ټولنې د دې قانون د ۱۲ مادې شرایطو سره د برابرو کسانو اسناد د روانې لمریزې میاشتې له ۲۷ تر اوو ورځو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلای شی، چې له مخې یې د ټاکنو کمېسونونو غړی او مشران وټاکل شی.

”ولسمشر غنی د ځان په ګټه د ټاکنو قانون کې بدلون راولی”

افغان کابینې د ټاکنو قانون مسوده تایید کړه

له بلې خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری رسنیو ته استولی غږیز پیغام کې ویلی چې دا کسان ولسمشر له دندو نه دی لرې کړی، بلکې د نوی قانون له مخې لرې شوی دی:

د انځور حقوق
ARG

Image caption

د ولسمشر غنی په فرمان کې راغلی، تر څلورو ورځو پورې باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمشنرانو ټاکنې چارې پیل شی.

پخوا چې قانون بدل شو د ټاکنو کمېسونونو غړی له دندو لرې شول او اوس هم چې نوی قانون راغی، نو دا کسان لرې شول.

د ټاکنو کمېسیون دغه چارواکی داسې مهال کې له دندو لرې شوی، چې تر اوسه د افغانستان پارلمانی ټاکنو وروستۍ پایلې هم نه دی اعلان شوې.

د ولسمشر غنی په فرمان کې راغلی، تر څلورو ورځو پورې باید د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمشنرانو ټاکنې چارې پیل شی.

په فرمان کې دغه راز ویل شوی، چې د ټاکنو نوی قانون له توشیح کېدو سره اوسنی کمشنران له دندو لرې شوی دی. ولسمشر غنی په دې اړه وویل:

دا چې د قانون کې تعدیل ته اړتیا وه، ډاکټر صیب عبدالله ښاغلی سرور دانش او ما له کاندیدانو، د ټاکنو له څارونکو مرکزونو او له سیاسی ګوندونو سره اوږد بحث لاره. د ټول ملت اجماع دا ده چې قانون کې بدلون اړین دی. خو خبره د بدلونونو پر څرنګوالی وه، چې ښاغلی دانش په زغم او هراړخیز تدبیر سره وکولای شول دغه اجماع رامنځته کړی.

نوی قانون

د ټاکنو د نوی تعدیل شوی قانون له مخې چې نن د ولسمشر لخوا توشیح شو، سیاسی ګوندونونه د ټاکنیزو کمېسونونو غړیتوب لپاره یو- یو کس ورپېژنی او ۱۵ کسان د مدنی ټولنې لخوا معرفی کېږی.

د انځور حقوق
ARG

Image caption

چارواکو مخکې ویلی و، په دې اړه بحثونو کې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان او د مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو استازی ګډون لری.

په دغه قانون کې ویل شوی، که ولسمشر بیا کاندید وی، د ولسمشرۍ هر یو کاندید به د کمېسون غړیتوب ته د وړاندیز شویو کسانو له ډلې ۱۴ کسانو ته رایې ورکوی.

هغه کسان چې ډېرې رایې واخلی اووه کسان به یې د ټاکنو او پینځه به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو او دوه کسان به د دې ادارو د دارالانشا د مشرانو په توګه ټاکل کېږی.

له دې مخکې د ټاکنیزو کمېسونونو کمشنران د غوراوی کمېټې په وړاندیز چې د یو شمېر دولتی او خپلواکو ادارو له استازو جوړه د ولسمشر لخوا ټاکل کېدل. ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، د افغانستان ټاکنو قانون کې تعدیل د افغانستان د سیاسی قشر د اجماع پایله ده.

د ټاکنو تعدیل شوی قانون په ۲۶ مادو کې بدلون راغلی دی. د ټاکنیز بهیر شفافیت لپاره په نوی قانون کې دوو بهرنیانو ته غړیتوب په پام کې نیول شوی دی، خو د رایې حق به نه لری.

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ټاکنیز قانون کې پر راغلیو بدلونونو خوښی څرګنده کړې. نوموړی وایی دې سره به د ټاکنیز بهیر په تړاو د سیاسی ګوندونو او کاندیدانو اندېښنې لرې شی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د نوم لیکنې او رایې ورکولو په ګډون د ټاکنیز بهیر په ټولو پړاوونو کې د بایو مېټرک سسټم کارول له هغو نورو بدلونونو دی، چې د ټاکنو کمېسیون له دندو بلل شوی دی.

د نوم لیکنې او رایې ورکولو په ګډون د ټاکنیز بهیر په ټولو پړاوونو کې د بایو مېټرک سسټم کارول له هغو نورو بدلونونو دی، چې د ټاکنو کمېسیون له دندو بلل شوی دی.

د ټاکنو په تعدیل شوی قانون کې د ولسوالیو او کلیو شوراګانو په اړه چې ۲۵ سلنه څوکۍ یې ښځو ته ځانګړې شوې راغلی، که ښځې په کافی اندازه په ټاکنو کې برخه وانخلی، څوکۍ به یې تشې پاتې کېږی او بیا به ټاکنې کېږی.

بلخوا د افغانستان ټاکنو کمېسون د ټاکنو قانون پر تعدیل نیوکه کړې او د حکومت پر مشرتابه یې تور پورې کړی چې راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104574

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *