د ټاکنو کمیسیون مسولینو د اخلاقی فساد تورونه رد کړل

  • خپرول: ۲۲ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 99417

د ټاکنو کمیسیون چارواکی هغه څرګندونې رد کړې، چې پر اساس یې د دې کمیسیون غړی په اخلاقی فساد کې ښکېل بلل شوی و.
وړمه ورځ د ټیفا مشر نعیم ایوب‌زاده د ټاکنو کمیسیون د کمزوریو په لړ کې وویل، چې دوی د اسنادو پر اساس دعوه کوی چې دې کمیسیون کې له ښځینه کارکوونکو نه نامشروع غوښتنې کېږی.
هغه وویل دوی شواهد په لاس کې لری چې د ټاکنو کمیسیون ځینې غړی پر اخلاقی فساد ککړ دی.
د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی وایی دا ډول څرګندونې یوازې د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کېږی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی وایی، تر اوسه یې د ټاکنیز بهیر ۲۳۰ تنه مامورین په مالی او اداری فساد نیولی دی، خو پر اخلاقی فساد یې لا تر اوسه چاته لاس نه دی ور اوږد کړی.
د ټیفا مسؤلین وایی، عدلی ارګانونه باید په دې کمیسیون کې د اخلاقی فساد د څېړلو لپاره پلاوی وګماری او پر فساد ککړ کسان ارتې تڼۍ پرې نه ږدی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99417

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *