د ټاکنو کمیسیون له خوا د حکومت او سیاسی مشرانو ترمنځ د ناستې پایلې اعلان

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 75544

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد له سیاسی مشرانو سره د حکومت د ناستې پایلې په یو مطبوعاتی کنفرانس کې څرګندې کړې.
نوموړی زیاته کړه، چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ټاکنو په اړه له سیاسی مشرانو سره څلور ځله ناستې ترسره کړې خو دغه ناستې بې نتیجې پای ته رسېدلی.
ښاغلی صیاد زیاته کړه، چې د سیاسی ګوندونو استازی غواړی چې انتخباتی سیسټم باید د انتقال وړ رایو په سیسټم بدل شی، په ټاکنو کې له ټکنالوژیو څخه باید کار واخیستل شی او د ټاکنو پر بهیر څارنې ولری.
د ښاغلی صیاد په ویناد، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو له بهیر څخه د څارنې په اړه د سیاسی ګوندونو له وړاندېز سره کومه ستونزه نه لری خو په دې شرط چې سیاسی ګوندونه د خپلو ناظرینو اسناد ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړی او له کمېسیون څخه یې باور لیکونه ترلاسه کړی.
د ټاکنو کمېسیون رئیس څرګند کړ چې د سیاسی ګوندونو ناظرین باید د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنې نه کړی.
ښاغلی صیاد په همدې حال کې وویل، چې په ټاکنیزو سیسټم کې بدلون او د ټکالوژیو د کارونې په اړه د سیاسی ګوندونو غوښتنې به د ټاکنې بهیر له ځنډ سره مخ کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75544

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *