د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه د انتخاباتو کمیسیون غبرګون

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104353

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایی چې د ټاکنو قانون د ۱۳مې مادې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو او رییسانو د ټاکلو په څرنګوالی کې د اصلاحاتو د راتلو په اړه ده، د تعدیل په اړه یې سره سلا شوی دی.

سرور دانش پر خپل تویټر پاڼه لیکلی چې په دې اړه د سیاسی ګوندونو له استازو، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، د مدنی ټولنې او حکومت له غړو سره هوکړې ته رسېدلی دی.

خو بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه غبرګون ښیی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلی:«د هېواد په اوسنی وضعیت کې د ټاکنو په قانون کې تعدیلات د راتلوونکو ټاکنو په بهیر کې یو ډول لاسوهنه ده او له انتخاباتو وروسته هغه جنجالونو چې د دې کار په پایله کې به رامنځته شی هېواد به له کړکېچ سره مخامخ کړی.»

له بلخوا اجراییه رییس په ټاکنیز نظام او بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره هڅې ګټورې بولی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د ټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو او تعدیل په اړه کار روان دی، انشاالله پایله به یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې په مخکې مو دی او همدارنګه د هېواد د ټولو ټاکنو د ترسراوی لپاره غوره سیسټم او نظام وی.»

ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ وویل د ټاکنو قانون د تعدیل د طرحې په اړه بحثونه وروستی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104353

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *