د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه تایید شوه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 104458

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش مطبوعاتی دفتر د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې له تایید خبر ورکړی دی.

ولسمشر غنی له څه مودې راهیسې د ټاکنو قانون پر تعدیل ټینګار کړی او ښاغلی دانش ته یې دنده سپارلې ترڅو ددې قانون د تعدیل په اړه مشورتی غونډې ترسره کړی.

د ښاغلی دانش مطبوعاتی دفتر تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په هغه وورستۍ غونډه کې چې د صدارت په ګلخانې ماڼۍ کې د ټاکنو قانون طرح د څېړنې او بحث لپاره د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ ترسره شوې وه، د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د تایید وړ وګرځېده.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د ټاکنو قانون د تعدیل په مشورتی غونډو کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا، د سیاسی ګوندونو ځینو استازو، مشرانو او د مدنی ټولنو استازو، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو استازو او د عدلیې وزارت د تقنین مشر ګډون لرل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104458

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *