د ټاپ برښنا مزی د پانګونې هوکړه لیک په کابل کې لاسلیک شو

  • خپرول: ۱۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 88694

د ترکمنتستان، افغانستان او پاکستان یا تاپ پر برېښنا مزې د پانګونې هوکړه لیک نن په کابل کې لاسلیک شو.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ولسمشر محمداشرف غنی او لوړ پوړو دولتی مقاماتو په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او (چالیک هولدینګ) ترکی شرکت ترمنځ د ټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزی پر لېږد د پانګونې تفاهمنامه، نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې لاسلیک شوه.
خبرپاڼه زیاتوی، چې دا تفاهمنامه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندرڅخه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتر د افغانستان په خاوره کې تېرېږی.
د ارګ ماڼی له مخې، چالیک هولډینګ کمپنۍ په دریو هېوادونو کې د ۱،۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پر ټاپ پروژې پانګونه کوی چې په دغه پانګونه کې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټ په ظرفیت په دوو سرکیټونو کې د ۵۰۰ کیلوولټ مزی تمدید شامل دی او دغه راز د افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ سبسټېشنونو جوړول هم شامل دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88694

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *