د وینا هنرونه او ځانګړنې | امنه خان عزیزی

  • خپرول: ۲۲ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 93461


Fb-Button

ډېر کله چې د ژورنالېزم د کوم ښوونیز مرکز خبرتیا خپریږی نو لیکی چې د ژورنالېزم او ویناوالۍ مینه والو ته خبر ورکول کیږی . ولې !؟ د ژورنالېزم سره د ویناوالۍ نوم غاړه کوی !؟ دا ځکه چې په ویناوالۍ کې زړورتیا او جراءت زده کیږی . دا چې د ژورنالېزم درسونه دومره اوږده او مغلق نه وی نو له دې کبله وخت پیدا کیږی چې په ژورنالېزم کې ویناوالۍ ته هم ځای ورکړل شی.

که څوک غواړی د ژورنالېزم د لارې لاروی شی نو باید زړور او با جراءته وی ، د وینا هنر یې زده وی ، ځکه یو ژورنالېست ډېر کله د ویناوال په توګه رول لری، که ژورنالېست دینی، ټولنیزه ، فرهنګی، ادبی ، یا سیاسی خپرونه وړاندې کوی نو دا د یو ویناوال په توګه راڅرګندیږی.

ژورنالېست ته پکار ده چې یو ښه ویناوال هم اوسی، که ژورنالېست د وینا ښه هنر ونه لری نو بیا د هغې خبرې د ټولنې په خلکو اغېز نه ښندی. او دا بیا د ژورنالېزم لاره نه ده. ژورنالېست هغه وخت ډېر مینه وال پیدا کوی چې د هغې خبرې ښې وی هغه په هره موضوع ښه بحث وکولی شی او د وینا په زېور سمبال وی. خو یو څه! چې ویناوالی یوازې د ژورنالېزم سره تړاو نه لری ، ویناوالی یوازې د ژورنالېزم برخه نه ده. ویناوالی د هر مسلک اړوند یوه برخه ده .د هر مسلک لاروی باید د وینا هنرونه وپېژنی او ویې لری . ډېری ویناوالی یوازې ژورنالېزم پورې محدودوی او دې برخه کې یوازې د ژورنالېزم لارویو ته یې د زده کړې فرصت برابروی.

حال دا چې ښوونکی، ډاکټر، انجنیر، وکیل، اقتصاد پوه او په ټوله کې که د ټولنې هر قشر وی د وینا هنر یې زده وی په هر ځای کې ډېر کله وینا ته اړتیا پېښیږی بیا نو دا اهمه نه ده چې که هر څوک وی ویناوالی او ژورنالېزم دې یې لوستې وی. که ټولنه کې د وینا او خبرو خلک ولرو دا د یوې وېښی ټولنې ښکارندوی دی، چې په ټولنه کې ځینی رامنځته کیدونکی ستونزې د خبرو او جوړ جاړی له لارې حلوی. تر ټولو اهمه دا چې ډېر کله ځینی ښوونکی که د لومړی ځل لپاره کوم نوی ښوونځی یا ټولګی ته ځی نو هغوی نه شی کولی د زده کوونکو تر مخ خبرې وکړی ، یا شرمیږی او یا د زده کوونکو تر مخ د خبرو کولو په وخت کې وارخطا کیږی.

داسې زده کوونکی هم لرو چې د بې جراءتۍ او بې زړه توب له امله په ټولګی کې درس نه شی ویلای حتی نه شی کولی د تختې په مخ یو څه ولیکی . نو لیدل کیږی چې د ټولنې هر قشر څه نا څه دې ستونزو سره مخ دی . پکار ده چې هر څوک د خپلو خبرو پر واړندې د ضعف نقطې وپېژنی او د له منځه وړلو لپاره یې یو څه وکړی که غواړئ ښه وینا وکړئ او ستاسې د ضعف نقطې ستاسې د فکر وړاندې کولو لپاره خنډ ونه ګرځی نو د وینا هنر باید زده کړئ ! د ویناوالۍ اهمیت په څه کې دی !؟ ډېر کله په ټولنه کې داسې موضوعات او ستونزی را ولاړیږی چې د هغې د حل لپاره باید د وینا او خبرو خلک راټول شی.

وینا د خپل فکر په سم ډول وړاندې کول دی. که په ټولنه که کومه ستونزه راپیدا کیږی نو د ټولنې د ویناوو او خبرو خلک سره راغونډیږی او خپل افکار او نظریات سره شریکوی، هغوی چې د وینا او خبرو ښه هنر لری ، کولی شی خپل افکار په داسې ډول د وینا په توګه وړاندې کړی چې نور ترې ښه پیغام واخلی او مثبتې لارې یې تعقیب کړی. انسان د ژوند له کوم پړاو نه یو ښه ویناوال جوړېدلی شی !؟

د ډېرو کورنیو بد عادت دا دی چې ماشومان د مشرانو سره نه پریږدی او اجازه نه ورکوی چې د مشرانو مخکې خبرې وکړی . ډېرې کورنۍ ماشوم ته دومره وخت ورکوی چې چلمچی او لوټه په لاس په حجره او دېره کې د مشرانو لاسونو ته اوبه واچوی ، د خبرو کولو وخت نه ورکوی، که کوم ماشوم د مشرانو مخکې خبرې وکړی نو ورته ویل کیږی چې د مشرانو مخکې دې بیا خبرې نه کوی ، په دې سره ماشوم خفه کیږی او بې زړه کیږی . د مشرانو مخکې د خبرو کولو نه څه چې بیا یې حجرې او دېرې ته هم نه پریږدی. هر ماشوم لېوالتیا لری څو د مشرانو په څېر خبرې وکړی او باید موقع ورکړل شی چې د مشرانو په مخکې خبرې وکړی تر څو زړور شی. د خبرو کولو څخه باید منع نه شی ځکه بیا راتونکی کې هم د خبرو کولو جراءت نه شی کولی. ډېر ماشومان د خبرو کولو جراءت نه لری دا هم کېدای شی چې هغوی د مشرانو مخکې د خبرو کولو څخه منع شوی وی . د ویناوالۍ هنرونو درلودلو او نه درلودلو توپیر! هغوی چې د وینا ښه هنرونه لری کولای شی دروغ د حقایقو په رنګ کې رابرسېره کړی. او هغوی چې د وینا هنر نه لری حتی نه شی کولی حقایق د حقایقو په رنګ کې رابرسېره کړی . نه شی کولی خپل افکار او غوره نظریات په ښه ډول د وینا او خبرو له لارې وړاندې کړی.

د وینا لپاره موضوع څنګه برابرولی شو !؟

۱: مخکې له دې چې وینا برابره کړ‎ئ باید پوه اوس‎ئ چې غونډه ، پروګرام ، کنفرانس او یا مجلس د کومې موخې لپاره دایریږی ! ۲: که تاسې لوستونکی/لوستونکې او د مطالعې مینه وال/واله اوسئ او ډېره مطالعه لرئ نو کولی شئ د خپل ذهن نه توری ، کلمې او جملې یوځای کړئ او د وینا په ډول یې برابر کړئ ! ۳: که تاسې مطالعه نه لرئ نو کولای شئ چې بېلابېل کتابونه مطالعه کړئ او د موضوع لپاره له کتابونو را ټولونه وکړئ ! ۴: وینا مو باید ډېره اوږده نه وی چې نور برخه وال مو له وینا سره ستړی شی او د نورو ویناوالو وخت ونیسی ، وینا مو باید ډېره مختصره هم نه وی چې ژر خلاصه شی ، وینا مو باید متوسطه وی او اهم ټکی یې بیان کړئ ۵: هڅه وکړئ د وینا موضوع مو موءدبانه وی ځکه ادبی وینا ډېره ښه اغېزه ښندی ، که غواړئ وینا مو ښکلې او جالبه وی نو د وینا د موضوع اړوند مو د قران عظیم الشان څو آیتونه ، د مشرانو خبرې ، جالبې خبرې ، جالبې خاطرې ، مشهور متلونه او یا شعرونه را واخلئ وینا به مو په زړه پورې وی.

له وینا مخکې څو لارښوونې !

مخکې له دې چې هغه غونډه ، پروګرام ، کنفرانس یا د مجلس ورځ راورسیږی چې تاسې یې ویناوال یاست نو څو ورځې د مخه کولی شئ لاندې لارښوونې عملی کړئ !

۱: وینا مو باید پر یو کاغذ ولیکئ او له ځان سره یې بار بار ولولئ تر څو له وینا سره بلد شئ که تاسو مو وینا پر کاغذ ولیکئ او د وینا پر مهال یې له کاغذه لولئ او بلد ورسره نه یاست نو تاسو به هرومرو د وینا پر مهال وارخطا کېږئ .

۲: که پر ځان باوری ونه اوسئ او بې زړه کېږئ نو په هېنداره کې له ځان سره خبرې وکړئ خپلې څېرې ته په لیدلو سره په په ځان باوری شئ !

۳: په هېنداره کې له ځان نه ځینې وړې پوښتنې وکړئ ! چې ایا کولی شم ښه وینا وکړم !؟ ایا زما وینا به د نورو خوښه شی که !؟ هرومرو به تاسې مثبت ځواب ترلاسه کړئ او وبه وایئ چې هو کولی شم دا به تاسې ته لویه روحیه درکړی .

۴: وینا مو ځان سره په هېنداره کې ولولئ ، خپلې وینا او خپل ځان ته متوجه اوسئ ، چې تاسې څه ډول وینا کوئ . ۵: په هېنداره کې خپلو جسمی حرکاتو ته ځیر شئ !

۱: د لاسونو خوځول ۲: د سر خوځول ۳: د سترګو اړوړل ، را اړول

۴: د وریځو خوځول

۵: د خولې خوځول او …

که کوم حرکت مو په نظر سم نه وو ، هغې ته تغییر ورکړئ . هڅه وکړئ د وینا کولو انداز مو د نورو ویناوالو په پرتله جلا اوسی !

۶: دا چې تاسې زړه ور او باجرا‌ءته شئ نو په یو ارام ځای کې که کوټه وی او یا له کوره بهر داسې ځای وی چې هلته څوک نه وی نو ودرېږئ او په لوړ اواز خپله وینا وکړئ داسې فکر وکړئ چې تاسې د دریځ تر مخه ولاړ یاست او وینا کوئ ، تاسې به زړه ور شئ . د وینا لارې ! مخکې له دې چې د یو ویناوال/والې په توګه را څرګند شئ لاندې لارښوونو ته پام وکړئ …!

۱: خپله وینا مو یو ځل بیا وګورئ ویې لولئ او تمرین پرې وکړئ !

۲: مخکې له دې څخه چې پروګرام ته ورشئ ، رسمی لباس واغوندئ او ښکلی بوټان/څپلۍ واچوئ که مو لباس خوش رنګه او جذاب اوسی او بوټان/څپلۍ مو خرابې اوسی یا مو بوټان /څپلۍ ښه اوسی او لباس مو ښه ونه اوسی چې نور درباندې خبرې وکړی . داسې جذاب ورشئ چې د نورو په زړه کې درته څه تېر نه شی.

۳: څو دقیقې د مخه د پروګرام ځای ته ځان ورسوئ تر څو له اناونسر سره نوم ثبت کړئ نور ویناوال وګورئ ویې پېژنۍ او د غونډې برخه وال وګورئ چې څومره دی او څوک دی .

۴: د دریځ تر مخه څو دقیقې وګرځئ تر څو له دریځ سره بلد شئ او پوه شئ چې د همدې دریځ نه به ویناوال یاست !

۵: کله چې بلنه درکړل شوه او دریځ ته ورسېدئ نو یوه ژوره ساه واخلئ او ټول برخه وال له نظر تېر کړئ !

۶: وینا مو په مقدماتی مو‌ءدبانه خبرو پیل کړئ سلام په ښه انداز وړاندې کړئ ، د ټولو برخه والو د ښه صحت هیله وکړئ !

۷: د وینا پر مهال مو غږ باید ښه اوسی ځکه ځینی غږونه ښه نه لګی که وینا مو ښه اوسی او غږ مو ښه ونه اوسی وینا مو بیا غېز نه پرېباسی او که وینا مو ښه ونه اوسی او غږ مو ښه اوسی بیا د برخه والو توجه هم جلب کوی او ښه اغېز پرېباسی.

۸: که تاسې بې زړه کېږئ او د وینا پر مهال وارخطا کېږئ یا مو ستونی وچېږی نو که پر سټېج اوبه اېښې وی د بخښنې په ویلو سره یو څو ګوټه اوبه وڅښئ !

۹: که چېرې ستاسې لاسونه د تاثیر له امله رپیږی نو لاسونه مو پر سټېج کېږدئ ، که مو پښې رپېدې نو پر سټېج ورتکیه شئ !

۱۰: وینا مو باید د کاغذ له مخې ونه کړئ ، که تاسې کاغذ ته متوجه اوسئ او له کاغذه وینا کوئ نو برخه وال بیا ستاسو وینا ته نه متوجه کیږی او توجه یې بل طرف ته اوړی .

۱۱: په برخه والو مو په پوره ډول خپل نظر وساتئ ، ټول له سترګو تېر کړئ ، هڅه وکړئ د سترګو په سترګو له لارې خپله وینا نورو ته ورسوئ !

۱۲: د وینا پای ته رسېدو په وخت کې مُسک اوسئ او د برخه والو څخه یې په مننې کولو پای ته ورسوئ ! امنه خان عزیزی

۳ total views, 3 views today

اړوند مطالب


ترهګرو د کابل سهار بیا نا امنه کړ


موږ او هنرونه / لیکنه : محب الله آرمل


حرامه مڼه/ بی بی امنه – خوست


هنرونه او زموږ ماورالطبیعت / لیکوال: ارشد محمود

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=93461

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *