د ولسی جرګې پخوانیو استازو د دولتی امکاناتو له ورکړی ډډه کړی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 121843

د افغانستان د ولسی جرګې ګڼ شمېر پخوانیو وکیلانو د خپلو دندو له پای ته رسېدو سره، سره د دولتی وسایلو او اسلحو له تسلیمی انکار کړی.
د ولسی جرګې دارالانشاء له قوله، شاوخوا ۱۲۰ وکیلانو لا هم د دولت له لوری په واک کې ورکول شوی وسایل ندی تسلیم کړی.
د ولسی جرګې د دارلانشا د سیاسی او ادارې برخې مرستیال « رحیم الله غالب» وایی، سره له دې چې له یادو وکیلانو څخه د امکاناتو د راټولولو په برخه کې امنیتی بنسټونو ته سپارښتنه شوې خو هغوی په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.
د غالب په خبره، تر اوسه یوازې ۸ پخوانیو وکیلانو دولتی وسلې تسلیم کړې او د پاتې نورو په تړاو مو یو ځل بیا له امنیتی بنسټونو غوښتی څو په دې برخه کې خپله همکاری وکړی.
د اساسی قانون له مخې ټول هغه چارواکی چې رسمی دولتی دنده یې پای ته ورسېږی باید له دولتی امکاناتو څخه ګټه وانخلی او د دولت له لوری ورکړل شوی وسایل بیرته تسلیم کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121843

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *