د ولسی جرګې مشر د ټاکلو پرسر ناندرۍ همداشان دوام لری

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117487

د افغانستان ولسی جرګې لپاره د رییس د ټاکلو پر سر جنجال په څلورمه ورځ هم حل نه شو او د پنجشنبې په ورځ د جرګې فوق العاده ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.
په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کریاب بی بی سی ته وویل چې په دې اړه پرېکړه د راتلونکې اونۍ د شنبې ورځې ته وغځېده او معلومه به شی چې د استازو لخوا به په دغه ورځ کومه د حل پرېکړه وشی او که نه.
د جرګې په نننۍ غونډه یوه لانجه د میر رحمن په ګټه ټکی لرونکې رایه وه، چې د ښاغلی رحیمی او د هغه د ټاکنیز سیال کمال ناصر اصولی ترمنځ پرې د نظر اختلاف دی.
خو وکیلان د تېرې ورځې په شان، له څو ګړیو لانجو وروسته له غونډې ووتل او د جرګې د رییس پر سر بحث راتلونکې شنبې ته وغځېد.
د تېرې شنبې په ورځ د دویم پړاو ټاکنې له لانجو او نیوکو ډکې وې، تر دې چې د جرګې د لنډ مهالی مشر د لومړی اعلان له مخې هېچا د بریالیتوب رایی نه وې تر لاسه کړې، خو وروسته بیا میر رحمن رحمانی د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو بریالی اعلان شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117487

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *