د ولسی جرګې رییس د ټاکلو پرسر د استازو ترمنځ فیزیکی شخړې!

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 121846

د ولسی جرګې د ریاست پر سر راپورته شوې لانجې نن یو ځل په فزیکی شخړې واوښتې.
دغه شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د میر رحمان رحمانی پلویانو دی د ریاست پر څوکۍ کېناوه.
دا کار د ولسی جرګې د یو شمېر نورو غړو له مخالفت او غبرګون سره مخ شو او د میر رحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی پلویان سره لاس او ګرېوان شول.
په دغو شخړو کې د ریاست مېز او څوکۍ هم مات شوی دی.
د ولسی جرګې یوې غړې فاطمې عزیز په دغې جرګه کې د وضعیت په اړه ازادی راډیو ته وویل: له بده مرغه چې نن هم د تالار اوضاع کړکېچنه وه او د رحمانی پلویانو غوښتل چې هغه تالار ته راولی، خو مخالفینو یې مخه ونیوله.
له دغې شخړې وروسته د ولسی جرګې د ټلوېزیون ژوندی نشرات هم قطع شول.
د افغانستان د ولسی جرګې د رئیس د ټاکنې موضوع د جرګې د غړو تر منځ په یو جنجالی بحث بدله شوې او له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا لانجې روانې دی.
دا په داسې حال کې ده چې سلګونه سندونه د بحث او تصویب لپاره د جرګې په مېز پراته دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121846

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *