د ولسی جرګې د انتخاباتو لپاره د ۳۳ ولایتونو د کاندیدانو ابتدایی لیست بشپړ شو

  • خپرول: ۱۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 67275


Fb-Button

تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسی جرګې لپاره د ۱۱ نورو ولایتونو د نوماندانو ابتدایی لیست خپور کړ.

اوس د ۳۳ ولایتونو د کاندیدانو ابتدایی لیست بشپړ شوی خو یوازې غزنی ولایت پاتې دی.

کندهار، هلمند، ننګرهار، کندوز، پکتیا، بادغیس، بغلان، لوګر، غور، فراه او تخار هغه یوولس ولایتونه دی چې د ولسی جرګې لپاره د کاندیدانو ابتدایی لیست یې نن خپور شو.

په دې ۱۱ ولایتونو کې د ولسی جرګې لپاره ټولټال ۷۸۳ تنه کاندید شوی چې ۶۷۸ یې نارینه او ۱۰۵ یې ښځې دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی چې په مجموع کې له ټولو ولایتونو څخه د ولسی جرګې لپاره ۲۳۹۶ تنو ځانونه نومولی دی.

د هر ولایت د کاندیدانو د نومونو د لیدلو لپاره په لاندې لیست کې د ولایت نوم کلک (کلیک) کړئ.

کندهار، هلمند، ننګرهار، کندوز، بادغیس، بغلان، لوګر، غور، فراه، تخار، پکتیا، کابل، بامیان، نورستان، کونړ، خوست، اروزګان،نیمروز، بلخ، دایکنډی، هرات، کاپیسا، پکتیکا، پنجشېر، پروان ، وردک، لغمان، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، زابل.

اړوند مطالب


د ولسی جرګې د یو شمېر نورو ولایتونو د نوماندانو ابتدایی لیست اعلان شو


محقق د انتخاباتو لپاره رسماً له ولسی جرګې استعفا وکړه


له ابتدایی لیسته ایستل شویو کاندیدانو ایتلاف جوړ کړ


د ولسی جرګې او ولسوالی شوراګانو لپاره نومونې پیل شوې

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=67275

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *