د ولسی جرګې یو نوماند په ګټه د دولت دوه وزیرانو غیرقانونی تبلیغات

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87695

په داسې حال کې چې د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، هیڅ یو دولتی کارکوونکی او غړی د پارلمانی ټاکنو د یو نوماند په ګټه یا زیان د فعالیت اجازه نه لری، خو د کرنې وزیر نصیر احمد درانی او د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز له پکتیا ولایت څخه د ولسی جرګې ټاکنو یو نوماندان په ګټه تبلیغ کوی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د روان کال د زمری په ۱۶ مه د یو فرمان په صادرولو سره ټول چارواکی، د دولتی بنسټونو منسوبین، د ملی شورا غړی او د لوی څارانوالی قاضیان په ټاکنو کې د لاسوهنې څخه منع کړل.
له بل لورې د ټاکنو قانون د ۹۸ مادې د ۱۳ او ۳۱ فقرو له مخې، د دولتی کارکوونکو په واسطه د یو نوماند په ګټه یا زیان هرډول کمپاین ترسره کول تخلف ګڼل کېږی او دا ډول کسان اړ دی ترڅو له ۱۰ زرو څخه تر ۸۰ زره افغانی جریمه ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87695

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *