د ولسی جرګې لومړی مرستیال : په راتلونکې ټاکنو کې د رای ورکولو دوه میلیون درغلی شوی کارتونه د ولسمشر غنی په ګټه کارول کېژی

  • خپرول: ۲۹ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 38343

د جرګې یوتن غړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه په نیوکې سره وایی ، د رای ورکونې د مخکنیو کارتونو څخه د ګټې اخستنې په اړه د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړې پربنسټ ، په ټاکنو کې به د مخکنیو کارتونو څخه د ولسمشر په ګټه وکارول شی.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ددغې جرګې په عمومی ناسته کې وویل چې ولسمشر د یو حکم په صادرولو سره د ټاکنو بهیر د تدارکاتو او تجهیزاتو په برخه کې یو کمیسیون رامنځته کړی چې روښانه لاسوهنه ده. دی وایی ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولسمشر اړوند دی او خپلواک عمل نه کوی.
د جرګې مرستیال وویل : د ټاکنو کمیسیون خپلواک نه دی ، بلکه د افغانستان ولسمشر پورې اړوند دی او هغه څه چې ولسمشر وړاندیز کوی ، په همهغه ډول خپلې چارې پرمخ وړی.
دی په راتلونکې ټاکنو کې د رای ورکونې د مخکنیو کارتونو څخه د ګټې اخستنې په اړه د ټاکنو کمیسیون پرېکړې ته په اشارې سره وویل چې داځل به هم د هغو ۲۰ میلیون مخکنیو کارتونو له ډلې څخه چې د ولسمشر غنی لپاره جوړ شوی وو ، د هغې د یو یا دوه میلیونو څخه کار واخستل شی.
همایون وویل ، داسی یو ایمیل یې ترلاسه کړی چې پکې ویل شوی ، هغه استازی چې د ټاکنو کمیسیون په وړاندې شتون لری ، باید لیری شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38343

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *