د ولسی جرګې غړی: که د غزنی امنیتی حالاتو ته پام ونه شی، د کندز له برخلیک سره مخ کېږی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 53833

د افغانستان ولسی جرګه د غزنی پر امنیتی وضعیت اندېښنه څرګندوی او له حکومته غواړی چې د دغه ولایت امنیتی وضعیت ته ځانګړی پام وکړی.
د افغانستان ولسی جرګه خبرداری ورکوی، که حکومت د غزنی ولایت امنیتی وضعیت ته پام ونه‌کړی، دغه ولایت د کندز له برخلیک سره مخ کېږی.
د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومی غونډه کې د غزنی امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه:
“د غزنی د ناامنۍ مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده، هغه څه چې د غزنی استازو مطرح کړل، موږ هم په امنیتی مسؤلینو غږ کوو چې د غزنی د امنیتی وضعیت په اړه چې په تېره اوونۍ کې یې یوې ولسوالۍ سقوط هم کړی و او اوس د ټول ولایت د سقوط وړاندوینه کېږی، په دې برخه کې باید جدی پام وکړی.”
ښاغلی ابراهیمی دا اندېښنې وروسته له هغې شریکې کړې چې د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومی ناسته کې د دې ولایت یو شمېر استازو وویل چې په دې وروستیو کې د غزنی ولایت په حکومتی تأسیساتو د وسله‌والو مخالفینو حملې او په ښار کې هدفی وژنې زیاتې شوی چې خلک‌یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=53833

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *