د ولسی جرګې غړی: په امنیتی ارګانونو کې د تبعیض پراساس ګمارنې د منلو وړ نه دی

  • خپرول: ۲۰ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 53272

د افغانستان ولسی جرګه وایی، په امنیتی ارګانونو او په تېره په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې چې هر ډول ګمارنې د تبعیض او سلیقو له مخې وی، د منلو نه‌دی.
په دولتی بنسټونو کې د تبعیض له مخې د خلکو د ګمارلو پر وړاندې د ولسی جرګې د غړو د غږ پورته کول، هغه موضوع ده چې ولسی جرګه‌یې مطرح کوی.
د افغانستان ولسی جرګه ټینګار کوی چې افغان حکومت په دې کار ټولنیز عدالت تر پښو لاندې کړی او د سلیقو او ژبې پر اساس د خلکو ګمارل، له هغو ځوانانو سره جفا ده چې د لوړو زده‌کړو سندونه په لاس کې لری او بې‌سرنوشته ګرځی.
د ولسی جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وری ۲۰» د جرګې په عمومی غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغې ستونزې په اړه باید د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه ځواب ووایی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=53272

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *