د ولسی جرګې غړی: د سولې عالی شورا د ټاکنو پر کمپاینی دفتر بدله شوې

  • خپرول: ۱۳ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 52057

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د ولسی جرګې غړی وایی د سولې عاشورا دفتر د راتلونکو ټاکنو لپاره پر کمپاینی دفتر بدل شوی دی، باید وتړل شی.
د ولسی جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې اړوند بحث وشو، چې پکې د سولې شورا پر فعالیتونو هم توندې نیوکې وشوې.
د ولسی جرګې غړې فوزیه کوفی وویل، د سولې عالی شورا پر دې مصروفه ده، چې څنګه د راتلونکو ټاکنو اړوند فیسبوکی فعالیت ته زور ورکړی.
د فوزیه کوفی په وینا په سولې شورا کې داسې خلک هم شته، چې له خپلو کورنیو سره سمې اړیکې نه لری، په وینا یې له طالب سره به څنګه د سولې خبرې مخې ته بوځی؟
د دې جرګې بل غړی حمیدزی لالی هم ورته څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د سولې عالی شورا د فیسبوک د کمپاین په زور قومی تفرقې ته کار ویلی دی.
هغه وویل دا شورا دې لغوه شی پر ځای دې یې بله شورا جوړه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=52057

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *