د ولسی جرګې استازی : ولسمشر هوډ لری ترڅو راتلونکې ټاکنې دخپلې ګټې لپاره مدیریت کړی

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 37421

د جرګې ځینو استازو د خپلې دوشنبه ورځې په ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کړنو څخه نیوکه وکړه او وویل چې ولسمشر هوډ لری ترڅو راتلونکې ټاکنې په خپل ګته مدیریت کړی.
د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ادعا کړی چې ولسمشر غنی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کمېشنرانو څخه د نېتې پرته استعفا لیکونه ترلاسه کړی او همداراز ورته وړندیز کړی چې په راتلونکې ټاکنو کې کوم کسان باید وکیل شی.
ښاغلی همایون چې د دوشنبه ورځې په عمومی غونډه کې خبرې کولې وویل چې : « ولسمشر د هغو اشخاصو او کسانو څخه چې په کمیسیون کې کار کوی ، ددوی ټولو څخه د نېټې پرته استعفا لیکونه ترلاسه کړی دی .»
همایون زیاته کړه چې ولسمشر کمېشنرانو ته وړاندیز کړی ترڅو په راتلونکې ټاکنو کې کوم کسان باید وکیل شی او څوک وکیل ونه شی.
په وروستیو میاشتو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړو ترمنځ اختلافونه زیاتوالی موندلی دی. ځینو کمېشنرانو ادعا کړی چې په کمیسیون کې پرېکړې د څلورو کسانو له لورې نیول کېژی او معلومات د نورو کمېشنرانو سره نه شریک کېژی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37421

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *