د ولسمشر له خوا د افغانستان او چین د هوایی دهلیز پرانستل

  • خپرول: ۱۵ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 88676

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د افغانستان او چین ترمنځ هوایی دهلېز نن رسماً د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا پرانیستل شو.
له ارګه به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر محمد اشرف غنی نن سهار د دولتی مقاماتو په حضور کې د افغانستان – چین هوایی دهلېز پرانیست.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د دغه دهلېز له لارې به په لومړی وار ۲۰ ټنه جلغوزی چین ته صادر شی.
ولسمشر غنی وویل، چې د افغانستان پټو زېرمو لکه جلغوزیو، پستې او ځیرې ته به جدی پاملرنه کېږی او زیاته یې کړه چې هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملی ورځې په توګه نمانځل کېږی.
د ارګ ماڼی د معلوماتو له مخې، د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږی او له دې وروسته به نړېوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږی.
ولسمشر محمد اشرف غنی تر دې مخکې ویلی و، چې بهرنیان د افغان جلغوزیو له سوداګریزو معاملاتو څخه په کال ۱،۲ میلیارډه ډالره جوړوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88676

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




77 + = 85