د ولسمشر غنی واک د دوام په اړه د نوماندانو نیوکې

  • خپرول: ۱ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 113808

سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې د راتلونکی ولسمشر تر کاری پیل پورې محمد اشرف غنی د واک د غځولو خبر ورکړی دی، چې بېلابېل غبرګونونه یې راپارولی دی.
د سترې محکمې تر دې پرېکړې وړاندې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ګډه اعلامیه کې خبر داری ورکړی و، چې حکومت عدلی او قضایی ارګانونه تر فشار لاندې راوستی او هڅه کوی چې ځان ته یو ډول «مشروعیت» ور په برخه کړی.
دوی ټینګار کړی چې د غبرګولی پر لومړۍ د اشرف غنی قانونی «مشروعیت» پای ته رسېږی او باید پر یو بل بدیل غور وشی.
د اساسی قانون د ۶۷مې او ۶۸مې مادې له مخې د پنځه کلنې واکمنۍ په پای کې باید له ۳۰ تر ۶۰ ورځو کې ټاکنې وشی، خو دا چې ارګ دا وس نه لری نو ډېری نوماندان د مؤقتې ادارې وړاندیز کوی.
په ورته وخت کې حقوقپوهان پر دې باور دی چې ستره محکمې پر دې پرېکړه یوازې خپل حقوقی حیثیت زیانمن کړی دی چې که داسې چارو ته دوام ورکړی، نو څوک به یې سوداګریزو او مدنی پرېکړو ته هم ارزښت ورنه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113808

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *