د ولسمشر او د ملی امنیت شورا په منځګړتوب په حیرتان بندر کې د یوتن نیول شوی وکیل خوشی کېدل

  • خپرول: ۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 109974

د خبری سرچینو په وینا، په پارلمانی ټاکنو کې یوتن بریالی نوماند حاجی محمد میرزا کټوازی چې څه موده وړاندې د امنیتی ځواکونو له خوا د جنایی جرمنو په تور له حیرتان بندر څخه نیول شوی وو، د ولسمشر او د ملی امنیت سلاکار په منځګړتوب خوشی شوی دی.
داپه داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت یوه میاشت وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی وو چې یوتن نوماند وکیل چې په ۵ کال بند محکوم شوی وو، له هېواد څخه د تېښتې پرمهال د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایی جرمنو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا کس غوښتل د حیرتان بندر له لارې له هېواد نه بهر وتښتی خو دی له نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږل شو او د ملی امنیت په ۵۰۱ ریاست کې له ده څخه څېړنې دوام لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109974

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *