د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د ټاکنو قانون د تعدیل طرح رد کړه

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104119

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا د ټاکنو قانون د تعدیل طرح رد کړی او په دې برخه کې د بې طرفۍ او نه لاسوهنې اصل ته د ولسمشرۍ ماڼۍ د درناوی غوښتونکی شوه.

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ولسمشر غنی په دې وروستیو کې د ټاکنو له نوماندانو او د سیاسی ګوندونو له مشرانو سره د یوې مشورتی ناستې پرمهال، په ټاکنیزو قوانینو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د ټاکنو کمیسیون غړو د ټاکلو په برخه کې د بدلون په موخه یوه طرحه وړاندې کړی خو د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د یوې اعلامیې په ترڅ کې ددې طرح په تړاو خپل مخالفت څرګند کړی دی.

ددې شورا په اعلامیه کې راغلی: په هغې غونډه کې چې د سلواغې په ۱۹مه د ولسمشر غنی او دده دوهم مرستیال په ګډون د ولسمشرۍ ماڼۍ د جګپوړو چارواکو په ګډون د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوې وه، د نوماندانو شورا د ټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو د راوستلو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ وړاندیز شوې طرح په ډېریو رایو سره رد کړه او په دې برخه کې د بې طرفۍ او نه لاسوهنې اصل ته د ولسمشرۍ ماڼۍ د درناوی غوښتونکی شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104119

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




40 + = 41