د ولسمشریزو نوماندانو دوه ګزینې طرح په تړاو د دانش غبرګون/ دا طرحه قانونی اړخ نه لری

  • خپرول: ۲۶ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 116387

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سرپرست حکومت د جوړېدو لپاره د ولسمشریزو نوماندانو دوه ګزینې طرح په غبرګون ویلی چې دا طرحه هیڅ ډول قانونی اړخ نه لری او د هغې ترشا یوازی سیاسی موخې شتون لری.
ده د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو په طرحه کې د شته سیاسی اهدافو د تشریح کولو په اړه وویل: له نوماندی څخه د ترټولو ستر او پیاوړې ټاکنیزې سیاسی ډلې لاس پرسر کېدل او هغو ډلو لپاره چې د سیاسی واک د ترلاسه کولو تمې لری، د سیاسی ډګر پرانیستل یو ډول ناسم خیال دی.
د سیاسی واک د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ټاکنې او د خلکو رایو ترلاسه کول ده، نه د حکومت کمزورول او د سیال ډلې لمنځه وړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116387

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *