د ولسمشرغنی له خوا د سولې لپاره د یوې وزارتخونې رامنځته کېدل او د دوه کسانو ګمارنه

  • خپرول: ۲۶ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 121111

د ځینو دولتی سرچینو د راپور له مخې، ولسمشر غنی په پام کې لری ترڅو د سولې چارو د پرمخ بېولو لپاره یوه وزارتخونه رامنځته کړی او د غنی دفتر مشر سلام رحیمی د وزیر په توګه ور وپېژندل شی.
د سرچینې په وینا، هماراز دا راپور ددې ښکارندویې کوی چې د سولې عالی شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی هم ټاکل شوی د ولسمشر غنی د ټاکنیز بنسټ مشر په توګه وټاکل شی.
ویل شوی ولسمشر غنی تردې دمه د څو غوڼدو په لړکې د سولې په چارو کې د یوې وزارتخونې د رامنځته کولو په تړاو خبرې کړی دی.
تردې وړاندې د اشرف غنی دفتر له ریاست څخه د سلام رحیمی د استعفا په اړه ځینې نا تایید شوی راپورونه خپاره شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121111

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *