د ولایت فقیه عقیده او واکمنی|| ولی الله ملکزی

  • خپرول: ۲ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 27590

 ۱۳۵۷هجری لمریز کال،‌ ځمونږ د ټولې سیمې او په ځانګړی توګه د افغانستان او ایران لپاره د ډیرو مهمو تاریخی پیښو او سیاسی بدلونونو شاهد وو. د دغه کال  د ثور په اومې نیټې په کابل کې د خلق او پرچم د ګوندونو لخوا خونړۍ کودتا تر سره شوه او یواځې ۷ میاشتې او ۴ ورځې وروسته، د ایران مذهبی مشر آیت الله خمینې د خپلې څوارلس کلنې جلا وطنئ وروسته له پاریس څخه تهران ته ورستون شو.

پدغه مهال، د تهران په ګډون د ایران په نورو سترو ښارونو او حتی بانډو کې د رضا شاه پهلوی پخلاف مظاهرو او مارشونو جریان درلود او لورا لور د عدالت غوښتنې،‌ مرګ برشیطان بزرګ، مرګ بر صهیونیزم او د مفسدینو د محاکمې شعارونه زمزمه کیدل. خو تر ټولو  برالا او نه چپ کیدونکی انقلابی شعار د ( لاشرقیه لاغربیه، جمهوریه اسلامیه) ناره وه چې د هر خاص او عام له خولې به اوریدل کیده.

روح الله خمینی له خپل راتګ سره جوخت، د شاه مخالفې ولسی پرګنې او سیاسی ګوندونه داسی منظم کړل چې د پهلوی د څلویښت کلنې واکمنې ستنې یو په بل پسی ونړیدې او د سلواغې په دولسمه یی د هیواد د ستر او بی رقیبه مذهبی مقام د تر لاسه کولو ترڅنګ، د ایران د سیاسی واکمنۍ ټولې واګې په خپل لاس کی ونیولې.

په پیل کې د قم تر مستقیمې لارښوونې لاندې، د ایران نوی انقلابی رژیم د حزب توده، مجاهدین، خلق او نورو ټولو ښی لاسو او کیڼ لاسو او ټکنکراټانو څخه د مهدی بازرګان تر مشرۍ لاندی لمړنی موقت حکومت جوړ کړ. څو اونۍ لا تیرې نه وې چې  په رسمی رسنیو او خصوصی محفلونو کې آیت الله خمینی‌ ته د رهبر معظم انقلاب اسلامی د لقب تر اړخه، د امام خمینی اصطلاح هم رواج شوه.

د امام مقام او د سیاسی امامت د مطلقې واکمنۍ دا نوی پروژه، ډیره ژر د نړۍ په کچه د اثنا عشری شیعه فرقې او هم د انقلاب د خود جوشه سنی پلویانو په منځ کې د ځنګل د اور په څیر پراخه ځای پیدا او انعکاس وموند. د ایران نوی مذهبی حکومت لا د خاړپوڅو په عمر، یا په بل تعبیر ایله بیله یونیم کلن وو چې د آیت الله خمینی د ځانګړی دفتر لخوا د ولایت فقیه د نظام او حکم خبره ورو ورو راڅرګنده او بی برغولی شوه.

د نړۍ د مسلمانانو د ۱/۶ ملیارده اټکل شوی نفوس له جملې څخه نژدی یولس فیصده یعنی ۱۸۰ میلونه یی شیعه او پاتی غوڅ اکثریت (څوارلس سوه شل ملیونه) یی سنیان دی چې د څلورو مشهورو مذهبونو په چوکاټ کې له حضرت پیغمبر پرته د هیڅ صحابی، ولی، امام،‌ غوث،‌ قطب، ابدال او مرشد په عصمت عقیده نلری.

اهل سنت والجماعت چې د مسلمانانو ۸۹٪ تشکیلوی، ایمان لری چې یواځی نابالغه ماشومان معصوم یا غیر مکلف دی او له بل هرچا سره د ګناه، خطا او غلطۍ احتمال تړلی او هیڅ څوک لدی ګتګورې او کتار څخه مستثنی ندی.

اهل تشیع هم د سنیانو په څیر ګڼ شمیر فرقې لری چې شمیر یی ۲۳ غټو او وړو ډلو ته رسیږی. خو یواځی اثناعشری یا دوازده امام فرقه چې تر ټولو غټه او اغیزمنه ده، د ولایت فقیه په امامت او عصمت عقیده لری. د دغې ډلې پیروان که د دنیا په هر ګوټ کې اوسیږی، د قم علمی حوزه د خپلې مذهبی فتوا مرجع او حاضر دمه آیه‌ الله علی خامنه ای د خپل سیاسی قیادت لمړنۍ قبله ګڼی.

د ولایت کلمه د نژدی والی، دوستۍ، ملکیت او تصرف مانا لری او فقیه هغه چاته ویل کیږی چې د علمی اجتهاد ترڅنګه عادل،‌ مدبر او د سیاست او قانون له لوړو ژورو سره آشنا وی. البته اصطلاحی مفهوم یی د دوئ له نظره د مهدی آخر زمان یا امام غائب تر راڅرګندیدو پوری د کون او مکان د چلوولو او نظم د ساتلو دنده په غاړه لری. ځکه خو دوئ د هرې وینا په پیل او انجام کې له حمد او صلوات وروسته د – عجل الله فرجه الشریف – دعا کوی چې مانا یی داده: ( الله دی د حضرت مهدی راڅرګندیدل او مبارک راتګ ګړندی کړی).

دا چې ولایت فقیه د دولسو امامانو نائب او د هغوئ په څیر معصوم، له هر ډول ګناه، عیب او خطا څخه پاک وی، نو له همدی امله یی هیڅ ډول تصرف، عمل او پریکړه چیلنج کیدلای نه شی.  د دوازده امام فرقه باور لری کله چې یولسم امام، حسن بن علی العسکری په ۲۵۰ هجری قمری کې شهید شو نو د حجت بن الحسن په نوم کمکی زوی یی چې هغه وخت پنځه کلن وو، د عراق د سامراء په یو سرداب (سمڅه) کې تر شا پریښود او تر ننه چې دادی ۱۱۸۸ کاله ورباندی تیریږی، همداسی غائب او ژوندی دی.

 دوئ عقیده لری چې همدغه دولسم امام دی چې په حضرت مهدی،‌ امام غائب، امام منتظر او امام آخر زمان سره شهرت لری. نوموړی پدغه سمڅه کې د قرانکریم اصلی نسخه له ځانه سره ساتلی او له همدغه ځایه ټوله دنیا کنټرولوی. هغه د هرچا په ژبه پوهیږی، د هرچا خبرې اوری او د قیامت له ورځی به اوه، یا نه او یا هم نولس کاله وړاندی، له سمڅې راووځی او په ګرده نړۍ کی به د برابرۍ، عدل او نیاو یوه بی سارې واکمنی رامنځ ته کړی چې څلویښت کاله به دوام ومومی.

د ایران پخوانی ولسمشر احمدی نژاد به تل ویل چې امام مهدی‌ د جمکران له مسجد څخه چې د قم په پنځه کیلومترئ کې موقعیت لری، دده حکومت ته مشورې ورکولی او د اتیایمې په لسیزې کې یی له عراق سره جګړه له نژدی څارله. همدارنګه د قم د علمی حوزې ځینی مشهور آیت الله ګان چې په یوټیوب کې یی لس ګونه ویډیوګانې خپرې او موجودی دی، په جار سره وایی چې حضرت امام مهدی دوه ځلې له خپل نائب او نماینده (ایه الله خامنه ای) سره د جمکران په مسجد کی لیدلی او د ایران او ګردې نړۍ د ورځینو چارو د سمبالښت اړوند یی هغه ته هدایات ورکړیدی.

د تیرې جمعې په ورځ په مشهد کې د ولایت فقیه (آیت الله خامنه ای) فوق العاده نماینده او ددغه تاریخی ښار امام جمعه، آیت الله احمد علم الهدی د خپلې خطبې په ترڅ کې وویل: هرڅوک چې د ولایت فقیه مخالفت کوی، هغه مسلمان نه ګڼل کیږی.

له تاریخی پلوه، د ولایت فقیه اصطلاح د لمړی ځل لپاره د شاه اسماعیل صفوی لخوا په ۱۵۰۱ میلاد‌ی کال استعمال او رواج شوه کومه چې حتی دعامو شیعه ګانو لپاره هم نوی او حیرانونکی وه. ځکه د شیعه مذهب له دری غټو فرقو (اثناعشری، زیدی او اسماعیلی) ډلو څخه یواځی د اثناعشری فرقې پلویان چې د قم علمی حوزه خپله مرجع او سرچینه ګڼی، پدی باور دی چې آیت الله خامنه ای د مهدی منتظر نماینده او د امام غائب وارث دی.

د سیاسی وفادارۍ او مذهبی بعیت په ډګر کې، اهل تشییع له سنیانو سره دوه عمده توپیرونه لری. لمړی دا چې په ټولو سنی مسلمانو هیوادونو کې غټ مفتیان او مذهبی سټې، نه یواځی دا چې په سترو مسائلو کې له شاهی دربارونو او د ولسمشرانو له قصرونو څخه  فرمان اخلی، بلکې د اخترونو او جمعې د ورځو خطبې هم د اوقافو د وزارتونو لخوا ورته لیکل کیږی. خو برخلاف شیعه ټولنې د آیت الله فتواګانو او حکمونو ته د واجب په سترګه ګوری او حکومت او دولت اړ وی چې هغه عملی کړی. دوهم دا چې په سنی او لویدیزو هیوادونو کې خلک کولای شی د اکثریت له مخې، قوانین تعدیل او ترمیم کړی،‌ خو د ولایت فقیه پیروان، د خپل امام نظر او فتوی تر اساسی قانونه پورته او نهایی ګڼی او هیڅ څوک نشی کولای د هغه په وړاندی دیوال شی.

که د منځنی ختیز موجوده نقشې ته وکتل شی نو وبه ګورو چې په قم کې د ولایت فقیه د مذهبی رسوخ او سیاسی واکمنۍ لمن له افغانستان څخه نیولې د سرې بحیرې تر پیڅکو رسیدلې ده. د دمشق، بغداد، بیروت او صنعاء واکمنان، د تهران په رکاب پوری تړل شوی او د دوئ سیاسی خط مشې،‌ عسکری تړونونه، اقتصادی اړیکې او د رسنیو پالیسۍ په بشپړ ډول د قم په خم  کې رنګ او لدغې حوزې څخه خړوبیږی.

په کابل کې د پل ارتن د غره په لوړه څوکه د امام مهدی د راتګ شعار او د لمړی ځل لپاره د افغان حکومت او سترې محکمې د حکم برخلاف، د یو آیت الله لخوا د ګډ اختر د نه لمانځو فتوی، ممکن د ولایت فقیه د اغیز لمړنۍ څرګندې نښې وی.

د سرخط ورځپاڼې د چنګاښ په دیارلسمه د هزاره بهسودی له قوله ولیکل چې: همدا او س د کابل په ګډون د هیواد په اکثرو ولایتونو کې د ایران نژدی پنځه سوه جاسوسی شبکې د کلتوری او مذهبی خدماتو او د امام خمینې د خیریه موسسې ترچتر لاندی، په فعالیت بوختی دی خو واکمنان ګنډلې سترګې او ګونګه خوله ناست دی.

د معتبرو نړیوالو رسنیو او استخباراتی سرچینو د معلوماتو له مخې، همدا نن تقریبا لس زره غولول شوی افغانان د فاطمیون د لواء په چوکاټ کې د حضرت زینب د حرم د دفاع په پلمه، د بشار الاسد د بعثی رژیم په څنګ کې په جنګ بوخت دی. او یو شمیر معلوم الحاله کړۍ د نورو ځوانانو په جلب او جذب لګیا دی او د دغې ناروا جګړې لپاره کرایه شوی ځوانان استخدام او عراق او سوریی ته استوی.

 پدی اړه د بی بی سی یو تازه راپور، د پیاوړی لیکوال مامون رزاق لیکنې او د ځوان سیاستوال، نجیب کابلی وروستی احتجاجونه کیدای شی ددغو مخ په زیاتیدونکو اندیښنو څخه د پلو د لری کولو یوه کوچنۍ هڅه او د ډیرو ناکرارو پوښتنو د یوې وړې برخې ځواب واوسی .

که د تیر او معاصر تاریخ پاڼو ته سر سری نظر هم واچول شی نو وبه وګورو عام جنګونه سره ددی چې مرګونه، بربادی او واټن رامنځ ته کوی، ولی بیا هم یو لوری ورکې فاتح او بل یی مغلوب وی. خو مذهبی جنګونه هیڅکله غالب او مغلوب نلری بلکې ټولې ښکیلې خواوې یی بایلونکې وی او تاوان ګالی.

او بله دا چې مونږ په تیرو څلورو لسیزو کې بی شمیره ایډیالوژیګانې، ازمونه او فکری مکتبونه وازمایل او د مذهب او دیندارۍ شعار مو دومره لوړ او بی جوړې وو چې د افغان او هیواد دوستۍ ناره راته سور کفر ښکاریده. خو آیا اوس ددی وخت ندی رارسیدلی چې د پردی پالۍ پرځای له خپل خاورې او خلکو سره د مینې پخاطر د حضرت رسول (ص) پدی مبارک حدیث غور او عمل وکړو چې یثرب ته د هجرت په مهال یی کعبې ته مخ کړ او وی ویل:( أَمَا وَاللَّهِ لأَخْرُجُ مِنْکِ، وَإِنِّی لأَعْلَمُ أَنَّکِ أَحَبُّ بِلادِ اللَّهِ إِلَیَّ وَأَکْرَمُهُ عَلَى اللَّهِ، وَلَوْلا أَنَّ أَهْلَکِ أَخْرَجُونِی مَا خَرَجْتُ) ای مکې، پداسی حال کې  چې زه در څخه روان یم په رب قسم خورم او الله ښه پوهیږی چې ته د الله په ټولو ملکونو کې ماته ګرانه او هغه ته قدرمنه یی. که چیری ستا اوسیدونکو زه اړ کړای نه وای، نو زه به هیڅکله هم له تا څخه جلا شوی نه وای.

اړوند مطالب


د ولایت فقیه رژیم او د قبرونو جګړه


د ترکیې ټولټاکنې او د اردوګان ګینده شوی واکمنی/ ملکزی


عقل چې نه وی عقیده لیونۍ سی/ نجیب الله آزاد


ای اېس ای د طالبانو واکمنی غواړی؟ رحمان الله مخلص

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=27590

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *